ads

په خوست کې د پولیو ضد عامه پوهاوي څه باندې ۲۰۰ تنه له دندو ګوښه شوي

د خوست يو شمېر اوسيدونکي په دغه ولايت کې د پوليو ويروس پرضد د عامه پوهاوي د۲۰۹ تنه مسوولينو له دندو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي. ياد کسان د دغه ولايت په عليشېرو، سپېره او ګربزو ولسواليو کې د يونيسف له لوري ګمارل شوي وو، چې خلکو ته يې د پوليو ويروس د خطر او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 کب 1398
په خوست کې د پولیو ضد عامه پوهاوي څه باندې ۲۰۰ تنه له دندو ګوښه شوي

د خوست يو شمېر اوسيدونکي په دغه ولايت کې د پوليو ويروس پرضد د عامه پوهاوي د۲۰۹ تنه مسوولينو له دندو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي.
ياد کسان د دغه ولايت په عليشېرو، سپېره او ګربزو ولسواليو کې د يونيسف له لوري ګمارل شوي وو، چې خلکو ته يې د پوليو ويروس د خطر او د واکسينو د اهميت په تړاو په کليو او بانډو کې معلومات ورکول.
د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله وايي، مسولین دې پدې برخه کې جدي پاملرنه او د دوی د ماشومانو د راتلونکي په تړاو فکر وکړي.
یو بل کس د حفيظ الله په نوم د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونک وایي، که خلکو ته عامه پوهاوی ور نه کړل شي، ممکن د انکاري کسانو کچه ډېره شي او په دې سره پوليو، چې يوه ناعلاجه ناروغي ده، خطر يې ډېر شي.
د خوست د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم وايي، چې د پوليو ويروس پرضد د عامه پوهاوي د يادو مسوولينو پر ګوښه کېدو دوی هم اندېښمن دي.
د نوموړي په خبره، چې دوی له مرکزي ادارې سره په اړیکه کې دي او په خبره شاید په لنډو وختوکې بیرته د عامه پوهاوي دا پروګرام فعال کړي.
بل پلو په افغانستان کې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر سيد کمال شاه وايي، چې دغه کسان تېره مياشت د مالي ستونزو له کبله له دندو لېرې شوي دي.
د ډاکټر سيد کمال شاه په خبره، د عامه پوهاوي د يادو ټولو کسانو فعاليتونه او هڅې ستايي، خو زياتوي، چې د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي يو شمېر نور پروګرامونه هم د تطبيق په حال کې دي.
د یادونه وړ ده، چې په روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان کې د پوليو دوه مثبتې پیښې یوه په هلمند او دويمه په زابل ولایت کې ثبت شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA