د پکتیکا ولایتي شورا غړي عزیزعزیز له کلید سره په خبرو کې وویل، امنیه قومندان خپله په دې اعتراف کړی، چې د دغه ولایت د پولیسو په تشکیل کې اوس هم ۴۰۰خیالي کسان شتون لري.
نوموړی څرګندوي، هر قومندان د خپل ماموریت پر مهال د خیالي پولیسو د له منځه وړلو خبره کوي، خو تر اوسه هېڅ یوه هم عملي اقدام نه دی کړی.
عبدالمبین فقیرزاده وايي، که قومندان په رښتیني توګه د فساد پر ضد مبارزه کوي، نو هرومرو دې خیالي کسان له دندو وشړي او پر ځای دې وړ او مسلکي سرتیري وګماري.
هغه وویل، د خیالي پولیسو شتون د هېواد او پکتیکا په کچه د فساد تر ټولو لویه بیلګه ده، چې د حل په هدف يي باید کوټلي ګامونه واخېستل شي.
د پکتیکا یو تن مدني فعال محمدنبي زیارمل وویل، که امنیه قومندانۍ په دومره لوی شمېر کې خیالي پولیس تثبت کړي وي ، دا هم باید په ډاګه کړي، چې د یادو کسانو معاشونه د چا او کومو چارواکو جېبونو ته تلل.
بل لور د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین کلید ته وویل، په یو کم شمېر کې خیالي او خدمتي پولیس د سرتیرو په لیکو کې موجود وو، خو د نوې رهبرۍ په راتګ سره له منځه وړل شوي دي.
ارین څرګندوي، اوس پکتیکا ولایت د پولیسو په لیکو کې هېڅ کوم خیالی سرتیری شتون نه لري او ټولې هغه سیمې چې تشکیل پکي کم وو، پوره شوی دی.
یاده دي وي، چې تر دې وړاندې هم چې کله پکتیکا ته نوي قومندانان راغلي د خیالي پولیسو په له منځه وړلو يي ټنیګار کړی، خو له تېرو څو کلونو راهیسي لا هم د پولیسو په لیکو کې شته فساد پر ځای پاتي ده.