ads

سلګونه کندهاریانو د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ

تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته وړمه ورځ ماښام شپږ بجې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړې له مخې، د اورکم لړۍ دوام کوي او د ۱۴ میاشتو په جریان کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. د کندهار سلګونه اوسېدونکو د یوې پراخې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 کب 1398
سلګونه کندهاریانو د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ

تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته وړمه ورځ ماښام شپږ بجې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، د اورکم لړۍ دوام کوي او د ۱۴ میاشتو په جریان کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
د کندهار سلګونه اوسېدونکو د یوې پراخې غوڼدې په ترځ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوکړه لیک هر کلی وکړ او د دایمي سولي غوښتنه يې وکړه.
دوی وويل، افغانان دوامداره جګړې ستړي کړي او په دې اوږده جګړه کې يې د سر او مال درانه زیانونه لیدلي.
دوی زیاته کړه، جنوبي ولایتونه چې له لسیزو راهیسې د هېواد د نورو برخو په څېر د جګړې او تاوتریخوالي ترخه تجربه لري، اوسېدونکې يې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.
د کندهار ولسي مشرانو وويل، د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره د هر هغه حرکت ملاتړ کوي، چې په پايله کې يې په هېواد کې دوامداره سوله رامنځته شي.
د سولې په ملاتړ د دې غوڼدې برخه والو په یو درې ماده ییز پریکړه لیک کې دايمي سولې ته د رسېدو لپاره خپلې غوښتنې هم مطرح کړې.
د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي، چي د کندهار ولسونه په قطر کې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولې د لومړنیو ګامونو د پورته کېدو هرکلی کوي او دا دایمي اوربند او سولې ته د رسېدو یو غوره فرصت يې ګڼي.
د ناستې برخه والو له طالبانو هم وغوښتل، چې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره خپله ملي اراده وښيي او ژر تر ژره د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA