د ايران د پارلمان د څلورو غړو د كورونا ويروس ازموينه مثبته ثابته شوې ده.
د دغه هېواد د پارلمان يوه غړي محمد علي وكيلي پر خپله ټويټر پاڼه د يادو وكيلانو د مثبت ازموينې خبر وركړى دى.
په كورونا ويروس د اخته ايراني وكيلانو نومونه نه دي خپاره شوي.
په ايران كې د دې ويروس خپرېدل هلته په ډېرو جوماتونو كې د جمعې لمانځه د لغوه كېدو سبب شول.
د كورنۍ او ښځو په چارو كې د جمهور رئيس حسن روحاني د مرستيالې معصومې ابتكار په ګډون څو ايراني چارواكي په كورونا ويروس اخته دي.
په ايران كې د دغه ويروس له كبله ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او ۳۸۸ تنه نور پرې ككړ دي.