ads

افغانان د تاوتریخوالي د کموالي مودې پر غځېدو ټینګار کوي

دلته په کابل کې د ديني عالمانو، مدني بنسټونو او ولسي شوراګانو ترمنځ په ګډه غونډه کې د سولې د برخليک او راتلونکي حکومتي جوړښت په اړه ځينې اندېښنې هم ښکاره شوې. د غونډې ګډونوالو د تاوتريخوالي د کمېدو د روانې اونۍ هرکلی وکړ؛ خو ټينګار یې دا و، چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 کب 1398
افغانان د تاوتریخوالي د کموالي مودې پر غځېدو ټینګار کوي

دلته په کابل کې د ديني عالمانو، مدني بنسټونو او ولسي شوراګانو ترمنځ په ګډه غونډه کې د سولې د برخليک او راتلونکي حکومتي جوړښت په اړه ځينې اندېښنې هم ښکاره شوې.
د غونډې ګډونوالو د تاوتريخوالي د کمېدو د روانې اونۍ هرکلی وکړ؛ خو ټينګار یې دا و، چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد له کلک هوډ او بشپړ واک سره بين الافغاني خبرو ته کيني او د سولې پروسه دې چټکه کړي.
احمد داور نادي د پټو دروازو ترشا د سولې د روانو خبرو په اړه اندېښنه وښوده او وېې ويل، چې بين الافغاني مذاکرات بايد په افغانستان کې ترسره شي.
د غونډې بل ګډونوال عبدالحق سرتېر بيا ټينګار کوي، چې د سولې له هوکړې وروسته هر ډول توافقات بايد په افغانستان کې د يو ريښتيني منتخب دولت جوړېدلو ته زمينه برابره کړي او هېڅ داسې حکومتي جوړښت رامنځته نه شي، چې تېرې تاريخي تېروتنې تکرار کړي.
ديني عالمان هم له ټولو افغان سياستوالو غوښتنه کوي، چې له خپل منځي اختلافاتو تېر شي او د سولې لپاره يو متمرکز او مشترک واحد دريځ غوره کړي.
سولې ته ټول افغانان خوښ دي؛ خو د هغو کسانو خوښي لا ډېره ده، چې د افغانستان د تېر څلوېښت کلن ناورين اصلي قربانيان دي.
مېرمن حميرا سادات کليد ته وويل، د خپل اسير شوي ورور پر برخليک ډېره ځورېږي او هېله منده ده، چې د سولې تر هوکړې وروسته يې د خپل ورور پر لېدو سترګې رڼا شي.
په دې غونډه کې د لويې عنعنوي جرګې د جوړېدو په اړه هم د حکومت له ورستيو اقداماتو هرکلی وشو؛ خو اصلي غوښتنه دا وه، چې لويه جرګه بايد د افغانانو د ريښتيني دريځ ممثله جرګه وي.
د سولې په اړه د افغانانو دا غوښتنې او اندېښنې په داسې مهال رامنځته کېږي، چې ټاکل شوې د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانې فبرورۍ مياشتې پر ۲۹مه يعني درې ورځې وروسته د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA