په چين كې د ۷۱ نورو كسانو په مړه كېدو سره د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۲۶۶۳ تنو ته ورسېد.
د راپورونو پر بنسټ، هلته په دغه ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۷۶۵۸ ته لوړ شوى دى.
په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۵۰۸ نوې پېښې ثبت شوې دي.
اوس مهال د چين، ايران، جنوبي كوريا، جاپان، ايټاليا، فرانسې او تايوان په ګډون د نړۍ په ۳۵ هېوادونو كې كورونا ويروس موجود دى.
دغه ويروس په ايران، جنوبي كوريا او ايټاليا كې هم د ۲۷ تنو ژوند اخيستى او ګڼ شمېر نور پرې اخته دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ