د ملكي هوايي چلند ادارې رئيس قاسم وفايي زاده ټينګار كوي، چې باختر هوايي شركت بايد د راتلونكي كال په پيل كې خپل سوداګريز پروازونه د داخلي سكټور په برخه كې پيل كړي.
د يادې ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، وفايي زاده د باختر هوايي شركت له رئيس مسلم خرم او اړوندو نورو مسوولينو سره وليدل او د دغه شركت د بيا فعالېدو په برخه كې شوي پرمختګونه يې وارزول.
ده له دې پرمختګونو رضايت څرګند كړ او اړوندو څانګو ته يې لارښوونه وكړه، چې د ټولو نړيوالو سټنډرډونو او مقرراتو په رعايتولو سره د باختر هوايي شركت د جواز پنځه ګوني پړاوونه بشپړ كړي.
د ملكي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، د باختر هوايي شركت د بيا فعالېدو كار ۷۰ فيصده مخته تللى او پاتې پړاوونه به يې تر راتلونكو دوو مياشتو پاى ته ورسېږي.
بايد وويل شي، چې دې شركت په ۱۳۴۵ لمريز كال كې فعاليت پيل كړ، خو د كورنيو جګړو په مهال له فعاليته ولوېد.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ