ads

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د مېرمنو له خوا د یو اعتراضیه حرکت پر مهال ونمانځل شوه؛ چې ورته پر مرکز جلال اباد سربېره له یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو مېرمنې هم راغلې وې. د یاد حرکت پر مهال مېرمنو شکایت وکړ، چې پر هېواد له نورو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 سلواغه 1398
په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د مېرمنو له خوا د یو اعتراضیه حرکت پر مهال ونمانځل شوه؛ چې ورته پر مرکز جلال اباد سربېره له یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو مېرمنې هم راغلې وې.
د یاد حرکت پر مهال مېرمنو شکایت وکړ، چې پر هېواد له نورو ولایتونو سربېره په ختيځ ولایت ننګرهار کې هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی.
دوی اندېښنه وښوده، چې اوسمهال هم د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې نجونې په کم عمرۍ او بدو کې ورکول کېږي او د زیاتو کورنیو له خوا خپل لوڼو ته د زده کړو اجازه هم نه ورکول کېږي؛ چې له امله یې د نجونو د پرمختګ مخه ډب شوې ده.
ښځینه فعالې ملالې میوند د یو پریکړه لیک له مخې په ننګرهار ولایت کې د ښځو پر وړادې د تارتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او پر حکومت او نړیوالې ټولنې هم نیوکې وکړې، چې له کلونو راهیسې له زیاتو مرستو سره سره اوس هم میرمنې له ګڼو ستونزو رنځ وړي.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پدیدې د پای ته رسېدو لپاره ګړندۍ هڅې پیل شوي، خو په ورته وخت کې د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، چې د تېر کال په پرتله سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی رغلی.
هغې وویل، تېر کال له دوی سره په ټول ننګرهار کې د تاوتریخوالي ۱۴۰ قضیې ثبت شوې وې، خو سږ کال بیا د دې قضیو شمېر او ۱۶۲ ته رسېدلی دی.
فتانې عزیر وویل، دوی هڅه کوي څو د عامه پوهاوي له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې او دغه لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
نوموړې د مېرمنو پر وړاندې دتاوتریخوالي د زیاتېدو لامل فقر، بې وزلي، د نشه یي توکو کارول، بې سوادي او نور لامللونه یادوي.
په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې لا هم د دغه ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي شکایت کوي او وایي، که حکومتي ادارې ورته پام ونه کړي ژوند به یې له کړاوونو سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA