دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ د ریاست د برنامو د همږغۍ مسول سید رفیع الله قلم کلید ته وویل، چې د یاد ریاست له خوا په دغه ولایت کې د نباتي ناروغیود تشخیص او وقایې په هدف د یو مجهز لابراتورا ودانۍ درغولو چارې بشپړه شوې او د دغه لابراتوار اړوند توکي او وسایل هم هلمند ته رسېدلي دي، چې ډیر ژربه د یو لړ مراسمو پرمهال رسما ګټې اخستنې ته وسپارل شې.
قلم وویل، دا ودانۍ د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ وزارت پر پراختیایي بودیجه رغول شوې ده، چې په هلمند کې به د لومړي ځل لپاره په پرمختللي توګه د نباتي ناروغیو تشخیص او درملنه پکې ترسره شي.
بلخو، بیا د یاد ولایت یو شمېر کروندګر او ځمکوال د کرنې د ریاست د دغه ګام ستاینه کوې او زیاته وې چې مخکې کلنو یې یو شمېر کرهنیزو توکو زیات مرضونه کول، چې د دغه لابراتوار له لارې به وکولای شې، څو د هغو درملنه په ښه ډول ترسره کړي.
د یادونې وړده، چې په لومړې ځل په هلمند کې د نباتي ناروغیو د تشخیص او درملنې په هدف د یو مجهز لابراتوراچارې بشپړېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ