د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې يو ځل بيا له سريلانکا څخه مخکې شوه.
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د شل اوريزو لوبو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د سريلانکا لوبډله شاته کړې او په ۲۳۶ نومرو يې اووم ځای خپل کړی دی.
د سريلانکا لوبډله هم ۲۳۶ نومرې لري، خو دغه نومرې يې په ۲۹ سياليو کې اخيستې دي.
افغان لوبډلې بيا يادې نومرې په ۲۳ سياليو کې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټيسټ او يو ورځنيو سياليو کې په لسم مقام کې ده.
په شل اوريزو سياليو کې پاکستان په يو ورځنيو لوبو کې انګلستان او په ټيسټ سياليو کې هندوستان په لومړي مقام کې دي.