د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو خبر ورکوي، چې په وروستۍ یوه ماشت کې د افغانستان په شمال کې ۳۸۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو ویاند حنیف رضایي کلید ته وویل، چې په یاده موده کې په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د ۲۳ طالب قومندانانو او د دې ډلې د څلورو نومول شوو ولسوالانو په کډون ۲۳۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او د ۳۲ قومندانانو په ګډون ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دغو ترسره شوو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۵۰ میله بېلابېلې وسلې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې او د دوی څو مهم پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله وال طالبان بیا په شمال کې د دوی ملګرو ته د خپرې شوې مرګ ژوبلې شمېر ناسم بولي.