ads

د سولې روان بهیر، هیلې او ناهیلۍ

له ټولو اندېښنو سره سره، د سولې ‌لپاره لا هم هیلې غوښنې دي او افغانان هره شپه په دې تمه سبا کوي چې د سولې ټینګښت په رابطه د نوو پرمختګونو په اړه مثبت خبرونه واوري؛ خو دا انتظار کله ناکله اوږد او کله کله ډېر رالنډ شي. په تر ټولو تازه انکشاف کې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
د سولې روان بهیر، هیلې او ناهیلۍ
د طالبانو د قطر استازي

له ټولو اندېښنو سره سره، د سولې ‌لپاره لا هم هیلې غوښنې دي او افغانان هره شپه په دې تمه سبا کوي چې د سولې ټینګښت په رابطه د نوو پرمختګونو په اړه مثبت خبرونه واوري؛ خو دا انتظار کله ناکله اوږد او کله کله ډېر رالنډ شي. په تر ټولو تازه انکشاف کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی مرکچي زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالبانو دفتر له مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو وروستی پړاو تېره میاشت پیل شو، خو تر کابو لس ورځو مرکو او خبرو اترو وروسته بېرته په یوه نیم‌ بنده حال کې په ټپه ودرېد. یو پلا مخکې، کله چې د سولې خبرې تقریبا پای ته ورنېږدې شوې وې او داسې انګېرل کېدل چې ګواکي د سولې مرکچي لوري به د سولې تړون لاسلیک کړي، یو ناڅاپه وضعیت بدلون وموند او د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرامپ مذاکرات په ټپه ودرول او طالبانو ته یې ګوته ونیوله، چې دوی د تاوتریخوالي په لټه کې دي.
په هرحال د سولې د روان بهیر تر ټولو ډېر تمرکز د اوربند او تاوتریخوالي پر راکمولو دی. دا چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی او ایا په رښتینې توګه به په هېواد کې د اوربند او تاوتریخوالي د راکمېدو شاهدان وو؛ دا مسله هم لا تراوسه نه ‌ده معلومه.
په دې منځ کې دا ټکی څرګند دی، چې خلیلزاد دا ځل قطر ته په دې نیت ورغلی، څو په دې وپوهېږي چې طالب استازي له خپلو مشرانو سره تر خبرو اترو او مذاکراتو وروسته، د سولې تړون د لاسلیک، اوربند او تاوتریخوالي راکمولو په اړه څه نظر دي؟ او ایا دوی واقعاً د خبرو له‌لارې د افغانستان ستونزې حل غواړي او که څنګه؟
منتقدین په دې باور دي، که چېرې طالبان اوربند او د تاوتریخوالي راکمولو ته غاړه کېږي، په تېره بیا که چېرې دا اوربند سرتاسري وي او افغان لوری هم راونغاړي، سولې ته د رسېدو چانس به څو برابره زیات شي. دا استدلال ځکه مطرح دی چې افغان حکومت هم له خپل لوري په ټینګه نه یوازې د تاوتریخوالي راکمولو پلوی دی، بلکې په ټینګه د سرتاسري اوربند غوښتونکی هم دی او په ضمن کې د ښه نیت ښودلو په توګه یې د سولې په چارو کې د وزارت موضوع هم د پارلمان له لارې تایید کړه.
په دې منځ کې فقط طالب لوري تر اوسه پورې د اوربند احتمال رد کړی او وايي چې دوی به یوازې د تاوتریخوالي پر راکمولو تمرکز ولري او هڅه به وکړي چې د سولې تړون ته ورسېږي.
بل لور ته د افغانستان سولې موضوع د نړۍ او سیمې په کچه د نویو کړکیچونو شاهده هم ده. ایران چې د پاکستان په څېر د طالبانو ملاتړی ګڼل کېږي، تر بل هر وخت یې له امریکا سره اړیکې خرابې شوې او دا وېره یې زېږولې چې هسې د افغانستان سولې بهیر په کاڼو ونه‌ ولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA