ads

په لوګیو کې د پټ ښار د هوا پاکولو لپاره تازه هڅې پیل شوې

افغان حکومت د ککړې هوا د مخنیوي لپاره په تېرو دوو اوونیو کې یو لړ اقدامات ترسره کړي، خو لکه څنګه چې په کار ده دا چاره په جدي ډول نه تعقبېږي؛ لا هم د کابل د هوا د ککړوالي کچه له حد نه پورته ده او ساه اخیستل په کې ستونزمن دي. وروسته له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 مرغومی 1398
په لوګیو کې د پټ ښار د هوا پاکولو لپاره تازه هڅې پیل شوې
د کابل ناپاکه هوا

افغان حکومت د ککړې هوا د مخنیوي لپاره په تېرو دوو اوونیو کې یو لړ اقدامات ترسره کړي، خو لکه څنګه چې په کار ده دا چاره په جدي ډول نه تعقبېږي؛ لا هم د کابل د هوا د ککړوالي کچه له حد نه پورته ده او ساه اخیستل په کې ستونزمن دي.
وروسته له هغه چې په کابل کې د ککړې هوا مساله په پراخه کچه په ملي او نړیواله بڼه رسنیزه شوه او د هوا پېژندنې یوې نړیوالې ادارې د کابل د ککړې هوا کچه په نړۍ کې بې سارې وبلله، حکومت په تېره د چاپيریال ساتنې ملي ادارې او د کورنیو چارو وزارت په ګډه د هوا د ککړوالي د مخنیوي لپاره لاس په کار شول او د کورنیو چارو وزارت ټولو بنسټونو، د لوړپوړیزو ودانیو څښتنانو، د خښتو بټيو او شرکتونو ته؛ چې له غیرمعیاري سون توکو څخه يې ګټه اخیستله، ګواښ وکړ چې که تر یوې اوونۍ ‎د تصفیې سیستمونه ونه کاروي، نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي. دې کار تر یو بریده د هوا د ککړوالي کچه راکمه کړه، خو نه په هغه اندازه چې تمه يې کېده.
په دې برخه کې د خلکو د نیوکو له راپورته کېدو سره جمهور رییس غني د هوا د ککړوالي د کچې راټيټولو لپاره دوه فرمانونه صادر کړل.
په یو فرمان کې په هغو کورونو، ښارګوټو او دولتي ادارو کې چې د مرکز ګرمۍ سیستمونه لري، د فلتر لګول الزامي وګڼل شو او په بل فرمان کې د انرژۍ د تولید او تودولو لپاره د ټایرونو، رابرونو او پلاستیک سوزول منع شول.
خو په دې فرمانونو کې یو د تامل ټکی دا دی چې پکې راغلي، د چاپيریال ساتنې ملي اداره دې د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوند ادارو په همکارۍ د لوړپوړیزو ودانيو او ښارګوټو له مالکانو څخه دې د فلتر د لګولو لپاره وخت وټاکي او کتبي تعهد دې ورنه واخلي. دا خبره ځکه د تامل ښکاري چې په تېرو لسو ورځو کې په دې اړه یو لړ اقدامات شوي. که چېرته اوس د وخت ورکولو مساله رامنځته شي، له قانون د تېښتې لپاره زمینه برابروي او ډېر شمېر کسان به په نن و سبا کې پر خلکو ټول ژمي په لوګيو کې تېروي.
لکه څنګه چې په تېر کې افغانان شاهد پاتې شوي، داسې موارد کېدای شي په لنډ مهال کې د ستونزې د لرې کولو په وړاندې خنډ وګرځي. ځکه بیا بیا لیدل شوي چې هر اقدام په پیل کې په ډېر جدیت را اخیستل کېږي، خو وروسته له برم او زوره پرېوځي او په دې ډول د حکومت په اقداماتو د خلکو د باور کچه راټيټېږي او په پای کې له منځه ځي.
د هوا د ککړوالي ستونزه هر ژمی په یوه بڼه سر را اوچتوي خو دا ستونزه یوازې پر ژمي پورې تړلې نه ده. موږ د دې شاهدان یو چې د کال په نورو موسمونو کې هم هوا ډېره ککړه وي او له کبله يې ګڼو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
که چېرته افغان حکومت او په تېره د چاپيريال ساتنې ملي اداره په رښتني بڼه د کابل په کچه د هوا ککړوالي پر مخنيوي ژمن وي، نو په کار ده، نه یوازې دا چې په ژمي کې باید د دې بدمرغۍ مخه ونیسي بلکې د کال په ټولو موسمونو کې باید د هغه د مخنیوي هڅه وکړي. ځکه ککړه هوا ناپېژندل شوې ترهګري ده او هره شېبه د ګڼو انسانانو ژوند ګواښي. په ژمي کې ځکه دا مساله جدي انګېرل کېږي چې د کابل ښار هوا ډېره ککړېږي او د استوګنې وړ نه وي.
کابل هغه ښار دی چې تر شپږ ملیونه پورته وګړي په کې اوسي. هغه وګړي چې له پاکې هوا محروم دي او هره ورځ د موټرو او غازو د ډبرو لوګي تنفس کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA