ads

جمهور رییس غني بدخشان ته پخپل سفر کې د دغه ولایت له مسولینو سره وکتل

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستې لپاره د بدخشان مرکز فیض اباد ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت له مسولینو سره له نېږدې ولیدل. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 مرغومی 1398
جمهور رییس غني بدخشان ته پخپل سفر کې د دغه ولایت له مسولینو سره وکتل

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستې لپاره د بدخشان مرکز فیض اباد ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت له مسولینو سره له نېږدې ولیدل.
جمهور رییس غني په دې لیدنه کې له طالبانو څخه د بدخشان ولایت د څلورو ولسوالیو د بیرته نیولو له کبله د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.
ده زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو لامل شوې ده.
جمهوررییس غني د بدخشان ولایت د امنیتي حالت د لا ښه کېدو او د تصفیه شوو سیمو د ساتنې په هدف، امنیتي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رییس غني پر داسې مهال بدخشان ولایت ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونه پر دې وتوانېدل، څو له وسله والو مخالفینو څخه د دغه ولایت څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA