په پكتيكا كې سږ كال د مڼو حاصلات د تېر كال په پرتله ډېر شوي دي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس ابوبکر حقيار وايي، سږ کال هلته له بڼونو نېږدې ۴۰ زره ټنه مڼې را ټولې او بازار ته وړاندې شوې.
د نوموړي په خبره، تېر کال په پكتيكا كې د مڼو حاصلات نېږدې ۳۸ زره ټنه وو.
د دغه ولايت د مڼو د بڼونو اټکلي کچه ۱۸ زره او ۸۰۰ جريبه ده.
په تېرو درېيو کلونو کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ په ياد ولايت كې د بېلابېلو مېوو درې زره او ۸۷۲ جريبه نوي بڼونه جوړ شوي، چې ۱۹۳۰ جريبه يې د مڼو بڼونه دي.
د پكتيكا مركز ښرنه او يوسف خېل، يحيى خېل، ارګون، سروبي، خيرکوټ، مټاخان، جاني خېل او سر روضه ولسوالۍ د دې ولايت د مڼو عمده توليدوونکې سيمې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ