د متحده ایالاتونو جمهور رییس ډونالډټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاروف سره په خبرو کې دغه هېواد ته خبرداری ورکړ، چې روسیه دې د امریکا په راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې له لاسووهنې ډډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ټرمپ د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د لاسووهنې په تړاو روسیې ته خبرداری وکړ او زیاته یې کړه چې روسیه دې د اوکراین په کورنیو چارو کې هم لاسووهنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه د امریکا د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې په لاسووهنې تورنه شوې، خو مسکو په دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټ بولي.