ads

په افغانستان کې د تشنابونو د نشت ستونزه لاهم نه ده حل شوې

د راپورونو له مخې د تشناب د نشتوالي ستونزه، چې په نړۍ کې کابو څلور ملیارده خلک ورسره مخامخ دي، افغانان هم له دغې ستونزې سرټکوي. په کابل کې د تشنابونو نشت د ښاریانو هغه ستونزه ده چې په تېرو کلونو کې یې جوړېدو ته هېڅ پام نه دی شوي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 لړم 1398
په افغانستان کې د تشنابونو د نشت ستونزه لاهم نه ده حل شوې

د راپورونو له مخې د تشناب د نشتوالي ستونزه، چې په نړۍ کې کابو څلور ملیارده خلک ورسره مخامخ دي، افغانان هم له دغې ستونزې سرټکوي.
په کابل کې د تشنابونو نشت د ښاریانو هغه ستونزه ده چې په تېرو کلونو کې یې جوړېدو ته هېڅ پام نه دی شوي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په دې ښار کې د تشنابونو جوړول او سمبالول د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کار دی.
د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند په کابل ښار کې د تشنابونو د نشت ستونزه مني، وایي په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د څلورو نورو تشنابونو په ګډون ۳۹ تشنابونه جوړ شوي او کابل ښاریان ترې ګټه اخلي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ۳۰۰ زره او د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ۲۲ فیصده افغان ماشومان د تشناب او کانالیزاسیون د نشتوالي له کبله مري.
د کابل ښار ګڼ اوسېدونکي هم د تشنابونو له نشت څخه سر ټکوي او له اړوندو ادارو غواړي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
کابل ښاریان له دغه چارې ډېر ستړي شوي او نیوکه کوي، چې د کابل ښار په پراختیا او ابادۍ سره تشنابونو ته هېڅ پام نه کېږي.
ومو غوښتل چې د تشنابونو د نشت او ناروغیو پیداکېدو ستونزه له روغتیا زوارت سره هم شریکه کړو، خو له بار بار هڅو وروسته بیاهم پر ټلیفوني اړیکه نیولو بریالي نه شوو.
کابل ښاروالۍ پراخه ځمکې درلودې، چې په تېرو کلونو کې په یوه بله بهانه غصب شوې او اوس په کې د یو تشناب د جوړیدو لپاره ځای نشته.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA