افغان ځواكونو د غور په دولت يار ولسوالۍ كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي او دفاعي ځواكونو تېره ورځ په دې ولسوالۍ كې د طالبانو د ځپلو په هدف عمليات پيل كړل.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې څلور طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د عملياتو په مهال يو امنيتي سرتېرى د ماين چاودنې له كبله وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو تبصره نه ده كړې.