د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ كال به په هېواد كې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنه ته ورسېږي.
د دې وزارت وياند اكبر رستمي نن كليد ته وويل، اوس مهال د ۲۰ ورځو لپاره د زعفرانو ټولولو بهير روان دى او له هغه وروسته يې پروسس پيلېږي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېره برخه بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
رستمي زياته كړه، د روان كال د زعفرانو له حاصلاتو به شاوخوا ۴۰ ميليون ډالره عايد ترلاسه شي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان زعفران په نړۍ كې ښه نوم او ډېر پېرودونكي لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ