ads

د کرکټ د نابینایانو لوبډله نړیوال جام ته د لار موندو هڅې کوي

په ننګرهار کې نبینایان وایي، په خپلو شخضي امکاناتو یې هڅې پیل کړې، چې د هېواد په کچه د کرکټ ملي لوبډله جوړه او نړیوال جام ته لاره پیدا کړي. په دې ولایت کې د نابینایانو د ټولنې مشر فضل الغني بشردوست وایي، د هېواد له ۱۱ ولایتونو یې شاوخوا د کرکټ شل نابینا لوبغاړي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
د کرکټ د نابینایانو لوبډله نړیوال جام ته د لار موندو هڅې کوي
کرکټ

په ننګرهار کې نبینایان وایي، په خپلو شخضي امکاناتو یې هڅې پیل کړې، چې د هېواد په کچه د کرکټ ملي لوبډله جوړه او نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.
په دې ولایت کې د نابینایانو د ټولنې مشر فضل الغني بشردوست وایي، د هېواد له ۱۱ ولایتونو یې شاوخوا د کرکټ شل نابینا لوبغاړي راټول کړي او تمه لري چې د دغو لوبغاړو په ښې روزنې سره به د کرکټ ملي ټيم جوړ او نړیوالو جام ته به لاره پیدا کړي.
که څه هم د نابینا لوبغاړو دا لوبډله د افغانستان له کرکټ بورډ سره رسمیت نه لري، خو سمبالګر یې وایي، تراوسه ورسره د کرکټ بورد له لوري د دوی د پرمختګ په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی، چې له کبله یې دوی په خپلو شخصي امکاناتو دا لوبډله د ۱۱ ولایتونو له لوبغاړو جوړه کړې ده.
بشردوست له کرکټ بورد څخه غوښتنه کوي، چې د نابینا لوبغاړو لپاره دې د کرکټ ځانګړي میدانونه جوړ کړي، څو دوی وکولای شي پر روغو لوبغاړو سربېره د هېواد په کچه د نابینایانو ملي لوبډله ولري.
نابینا لوبغاړي وایي، په دې لوبو سره خلکو ته ښیې چې معلولین هم د ټولنې د نورو وګړو په شان د کرکټ مینه پاللی شي.
دوی وایې، نابیناتوب یې د وروسته پاتې کېدو لامل نشي کېدای او تمه لري چې د افغانستان د کرکټ د ملي ستورو په شان به یوه ورځ دوی هم د کرکټ دې لوړ مقام ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار کرکټ بورډ مسولین وایي، دوی چمتو دي چې د نابینایانو د کرکټ له ټیم سره د خپلې وسې مرسته وکړي.
د ننګرهار د کرکټ بورډ مسول محمد طایب اخنذاده وایي، که دوی وغواړي د روزنې په برخه کې ورسره د څه وخت لپاره د روزنکي او نورو برخو کې مرسته کولای شي.
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د نابینایانو د کرکټ دغه لوبډله وایي، د کرکټ کولو هدف یې په ټولنه کې پر هغو غږ کول دي چې معلولیت په کور کینولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA