د ملي دفاع وزارت په بغلان كې د يوه سرګروپ په ګډون د نهو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
دغه وزارت تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې افغان ځواكونو په ډنډ شهاب الدين سيمه كې پر طالبانو توپچي بريدونه كړي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په دغو بريدونو كې د طالبانو د سرګروپ نعمت الله مشهور په خنجر په ګډون د يادې ډلې نهه غړي ووژل شول.
سرچينه زياتوي، د بغلان په ډنډ شهاب الدين او کيله ګي سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواكونو عمليات دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.