امنيتي ځواكونو له يوې نيمې مياشتې وروسته د تخار درقد ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونيوله.
د دغه ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، افغان سرتېري وتوانېدل، چې نن سهار پنځه بجې ياده ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاكه كړي.
د نوموړي په خبره، د بهارك، خواجه غار او دشت قلعه په ګډون په شپږو ولسواليو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې طالبان له دې ولسواليو وتښتېدل او په درقد ولسوالۍ كې ځاى پر ځاى شول.
هجري زياته كړه، طالبانو دا ولسوالي په خپلې يوې قوي پوځي اډې بدله كړې وه، خو افغان سرتېرو په اووه ورځنيو عملياتو كې ترې وايستل او شاوخوا ۴۰ طالب وسله وال يې ووژل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.