د زابل ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په شاه جوى ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په توغندويي بريدونو كې ۱۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته د شاه جوى ولسوالۍ په بازرګانو سيمه كې پر يوه اكمالاتي كاروان توغندي وتوغول، چې دوه يې هلته د مېشتو كوچيانو پر كېږديو ولګېدل.
د هغه په وينا، په دغو توغندويي بريدونو كې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې ملكي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې هر كال په هېواد كې د دولت د وسله والو مخالفينو د هاوان مرميو او توغنديو د بريدونو له كبله ګڼو ملكيانو ته تلفات اوړي.