ads

جمهور رئيس غني: د ملي يووالي حكومت سوله په يوه ملي بحث بدله كړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت په تېرو پنځو كلونو كې سوله په يوه ملي بحث بدله كړه او افغانانو د بل هر وخت په پرتله د جګړې د بندېدو او د يوې تلپاتې سولې د راتلو ارزښت زيات حس كړى دى. هغه دا څرګندونې نن د لويې جرګې په خېمه […]

نویسنده: hewadpal
26 تله 1398
جمهور رئيس غني: د ملي يووالي حكومت سوله په يوه ملي بحث بدله كړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت په تېرو پنځو كلونو كې سوله په يوه ملي بحث بدله كړه او افغانانو د بل هر وخت په پرتله د جګړې د بندېدو او د يوې تلپاتې سولې د راتلو ارزښت زيات حس كړى دى.
هغه دا څرګندونې نن د لويې جرګې په خېمه كې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژنې د لومړي تلين په نمانځغونډه كې وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان حكومت او خلك د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونكي او په ټولو هڅو ورته رسېدو ته ژمن دي.
بل پلو د هېواد جمهور رئيس د جنرال رازق نه شتون يوه لويه تشه او ضايعه وبلله او زياته يې كړه، د نوموړي د سرښندنو د درناوي او د اتلوليو د ژوندي ساتلو لپاره د افغانستان د پوليسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي.
په ورته مهال د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، نور به د دښمنانو هغه توطيې بريالۍ نه شي، چې هدف يې د افغانستان د خلكو په منځ كې د تفرقې رامنځته كول دي.
بايد وويل شي، چې د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۶مه نېټه د كندهار پخوانى امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د دې ولايت د پخواني والي د ساتونكي له لوري ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA