ads

لانس کلوزنر د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزنکی وټاکل شو

د جنوبي افريقا پخوانى تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو. د افغانستان كركټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ياد بست لپاره شاوخوا ۵۰ کسانو خپل غوښتنليکونه ورسره شريک کړل، چې په دې ډله كې کلوزنر هم شامل و. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 تله 1398
لانس کلوزنر د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزنکی وټاکل شو
کلوزنر

د جنوبي افريقا پخوانى تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
د افغانستان كركټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ياد بست لپاره شاوخوا ۵۰ کسانو خپل غوښتنليکونه ورسره شريک کړل، چې په دې ډله كې کلوزنر هم شامل و.
د سرچينې په خبره، له غوره كړل شوو كانديدانو سره مرکې وشوې، چې په پايله کې يې کلوزنر د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاكل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي رئيس لطف الله ستانکزى وايي، نوى روزونكى به د افغان لوبغاړو د روزنې ترڅنګ د افغان روزونکو په روزنه کې هم غوره رول ولوبوي.
کلوزنر تر دې وړاندې هم د كورنيو او بهرنيو كركټ لوبډلو روزونكى پاتې شوى دى.
تر ده مخكې فيلېپ سيمنز د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د مشر روزونكي په حيث دنده ترسره كوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA