د هلمند په مارجې او نادعلي ولسواليو کې د هوايي او ځمكنيو عملياتو په ترڅ كې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواكونو تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د هوايي بريدونو په مهال درې طالبان وژلي دي.
بلخوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر وركړى، چې افغان ګډو ځواكونو د نادعلي ولسوالۍ په تور پل سيمه كې عمليات ترسره كړي، چې له كبله يې درې طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.