ads

یوناما تر یو کاله نور هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه مخته وړي

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره به د یو کال لپاره نور هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. دغې ادارې ته سپارښتنه شوې چې په افغانستان کې د سولې، ټاکنو او بشري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 وږی 1398
یوناما تر یو کاله نور هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه مخته وړي
یوناما

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره به د یو کال لپاره نور هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغې ادارې ته سپارښتنه شوې چې په افغانستان کې د سولې، ټاکنو او بشري مرستو په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.
که څه هم تر دې وړاندې په افغانستان کې د یادې ادارې د فعالیتونو پر سر اختلافات رامنځته شوي وو، خو د امنیت شورا د تازه پرېکړې له مخې د یوناما فعالیتونه د یو کال لپاره نور هم وغځول شول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او له ښکېلو لورو یې د مذاکراتو د پيل او د جګړې د پای غوښتنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA