په ننګرهار کې د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر مخې ته ځانمرګی برید شوی.
د ننګرهار د والي ویاند اعطا الله خوږیاڼي کلیدته وویل، چې دغه برید نن له غرمې وروسته د یاد دفتر مخې ته شوی، مرګ ژوبله لري، خو تر اوسه یې په دې اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
د ننګرهار ولایت امنتي چارواکي بیا وایی د پېښې له ځایه امنيتي ځواکونو د برېښنايي تذکرو دولس کار کوونکي په خوندي ډول ایستلي او د امنتي ځواکونو عملیات لا هم دوام لري .
بل لورته د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي د پیښې له ځایه روغتون ته لس ټپيان ور وړل شوي
دې .
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.