ads

د بيان له آزادۍ پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

د بې پولې خبريالانو سازمان او د افغانستان د خبريالانو فدراسيون وايي، د بيان له آزادۍ پرته تلپاتې سوله ناشونې ده او افغان حکومت بايد پر طالبانو دا ومني چې د بيان آزادۍ او له خبريالانو څخه د ملاتړ لپاره په نړېواله کچه ضمانت ورکړي. د بې پولې خبريالانو سازمان او د افغانستان خبريالانو فدراسيون […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 وږی 1398
د بيان له آزادۍ پرته تلپاتې سوله ناشونې ده
خبریالان

د بې پولې خبريالانو سازمان او د افغانستان د خبريالانو فدراسيون وايي، د بيان له آزادۍ پرته تلپاتې سوله ناشونې ده او افغان حکومت بايد پر طالبانو دا ومني چې د بيان آزادۍ او له خبريالانو څخه د ملاتړ لپاره په نړېواله کچه ضمانت ورکړي.
د بې پولې خبريالانو سازمان او د افغانستان خبريالانو فدراسيون د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د يوې ګډې خبري غوڼډې په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپاره اړتيا ده، يوځل بيا په چټکۍ سره د سولې خبرې پيل شي.
د افغانستان، تاجکستان او ايران لپاره د بې پولې خبريالانو سازمان استازي رضا معيني په دغه غونډه کې وويل، موږ داسې سوله غواړو چې په ترڅ کې يې امنيت تامين شي او د نړيوالو قوانینو له مخې د خبريالانو حقونه او ازادي خوندي شي.
په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو فدراسيون چارواکی وايي، رسنۍ او خبريالان د بيان ازادۍ لپاره بې درېغه قرباني ورکړې او حکومت بايد د سولې په خبروکې د دوی غوښتنو او اندېښنو ته پام وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون په استازیتوب عزیز احمد تسل وویل، د افغان سولې تر اجنډا لاندې د سيمې په کچه پټې معاملې او د ښکېلو اړخونو لخوا د سولې د خبرو د جزيياتو پټ ساتل هغه مهم مسايل دي چې خبريالان يې سخت اندېښمن کړي دي.
که څه هم له طالبانو سره پر سوله ډېر خلک خوښ بريښي؛ خو بل پلو ازادي پلوي خلک او په ځانګړي ډول خبريالان داسې اندېښنې لري، چې په هېوادکې يوځل بيا د افغانانو پر ټولنيز او ازاد ژوند محدوديتونه ونه تپل شي.
خبريالې معصومې بهار کلٍيد ته وويل، له دې کبله سخت اندېښمنه ده چې د سولې له هوکړې سره د دوی پر کار او ټولنيز ژوند محدوديتونه ونه لګول شي.
د طالب وسله والو او امريکا ترمنځ د سولې مذاکراتو د خلکو ترمنځ هېلې را پېدا کړې وې؛ خو د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له لوري د سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته يوځل بيا د خبريالانو ملاتړي بنسټونه او خلک غواړي چې دغه مذاکرات بېرته پيل شي او تر هرڅه وړاندې طالبان له افغان حکومت سره په يو اوربند سلا وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA