د پاكستان په خيبر پښتونخوا ايالت كې ټرافيكي پېښې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
راپورونه وايي، يو مسافر وړونكى بس موټر د ياد ايالت په بر كوهستان كې پر يوه غرنۍ لاره روان و، چې د پله د ماتېدو له كبله كندې ته ولوېد.
په دې پېښه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهستان کې د لارو د خرابوالي په سبب وخت ناوخت دا ډول خونړۍ ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي.