ads

په هلمند کې له ۱۱۴ مټریک ټنه انګورو ممیز جوړېږي

په هلمند کې سږکال ۱۱۴مټریک ټنه انګور د ممیزو لپاره اېښودل شوي دي. د هلمند د کرنې ادارې لخوا په جوړو شوو ۱۹ بابه پر مختللو ممیز خونو کې بڼوالو ۱۱۴ متریک ټنه انګور د ممیزو جوړولو لپاره اېښي دي، چې د هېواد د اقتصاد په برخه کې رغنده رول لوبلی شي. د هلمند د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 وږی 1398
په هلمند کې له ۱۱۴ مټریک ټنه انګورو ممیز جوړېږي
انګور

په هلمند کې سږکال ۱۱۴مټریک ټنه انګور د ممیزو لپاره اېښودل شوي دي.
د هلمند د کرنې ادارې لخوا په جوړو شوو ۱۹ بابه پر مختللو ممیز خونو کې بڼوالو ۱۱۴ متریک ټنه انګور د ممیزو جوړولو لپاره اېښي دي، چې د هېواد د اقتصاد په برخه کې رغنده رول لوبلی شي.
د هلمند د کرني د ریاست د برنامو د همږغي مسول سیدرفیع الله قلم کلید ته وویل، د تېرو دو کلونو په جریان کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا نېږدې ۱۹ بابه پرمختللې ممیز خونې جوړې شوي دي.
قلم زیاته کړه، هغه بزګر او بڼوال چې په تېرو کلونو کې یې په عنعنوي ډول له انګورو څخه ممیز جوړول، دا مهال خوښ دي چې د تېرو کلونو په پرتله ورته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د ممیزو په تولید او کیفیت کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلیی دی.

د قلم په خبره، د یادو ممیز خونو په جوړیدو سره د انګورو د له منځه تلو مخه نیول شوې او بڼوال ښه عاید ترې تر لاسه کوي.
یادې ممیز خونې هره یوه پر یوه وخت د ۶ ټنه انګورو د وچولو وړتیا لري، چې ټول ۱۱۴ ټنه انګور به په ممیزو بدل شي.
د یادولو ده چې همدا مهال د کرني د ریاست لخوا په لښکرګاه کې د ۸ بابه نورو نوو ممیز خونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې په نېږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA