ads

د ټاکنو کمېسيون: د بايمټريکي وسايلو تخنيکي ستونزې حل شوې دي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او د بايمټريکي وسايلو تخنيکي ستونزې حل شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چهارشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د کاندېدانو او سياسي احزابو هغه اندېښنې ځواب کړې، چې د جمهوري رياست په ټاکنوکې د درغليو له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 وږی 1398
د ټاکنو کمېسيون: د بايمټريکي وسايلو تخنيکي ستونزې حل شوې دي
بایمټریک

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري رياست ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او د بايمټريکي وسايلو تخنيکي ستونزې حل شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چهارشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د کاندېدانو او سياسي احزابو هغه اندېښنې ځواب کړې، چې د جمهوري رياست په ټاکنوکې د درغليو له کبله شته وې.
د دغه کمېسيون وياند ذبيح الله سادات په همدې غونډه کې وويل، چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنیوي لپاره د بايمټريک پر وسايلوکې تازه سافټويرونه نښلول شوي او اوس د بايمتريک وسايل دا وړتيا لري، چې د تکراري رايو کارولو مخه ونیسي.
د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې او سوله هغه دوې موضوګانې دي چې خلک یې دوه زړي کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيزو چارو کمېټې مشر محمد رفيع صديقي د همدې غونډې په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې رسنۍ بايد د جمهوري رياست ټاکنو ته خلک وهڅوي او د ټاکنو له ملي پروسې څخه په پټو سترګو تېرې نه شي.
بل پلو د کورنيو چارو وزارت هم د ټاکنو پر ورځ د ډاډمنو امنيتي تدابيرو خبر ورکوي.
د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي د چهارشنبې په ورځ په يوې جلا خبرې غونډه کې وويل، چې د ټاکنو پر ورځ به امنیتي چارواکي د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د ټاکنو بشپړ امنيت خوندي کړي.
د ټاکل شوي مهال وېش له مخې، د جمهوري ریاست ټاکنو ته نېږدې یوه میاشت پاتې ده، خو تر اوسه د ټاکنو د ملي پروسې برخلیک ناڅرګند دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA