د هرات په انجيل ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې د اوو ښځو په ګډون نهه تنه ټپيان كړل.
نن سهار هلته يو بس موټر له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، د دوو نارينه ټپيانو درملنه د ټرافيكي پېښې په ځاى كې شوې او اووه ټپي ښځې، چې روغتيايي حالت يې ښه دى، د درملنې لپاره دې روغتون وروړل شوې دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.