د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د یاد ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په شملان سیمه کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوسته د برید پلان درلود، خو افغان ځواکونو د دغه پلان په اړه وړاندې راپور تر لاسه کړی و.
خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې یې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د هلمند د امنیتي چارواکو په وینا، په دغه جګړه یوه چانټه او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.