ads

په ننګرهار کې د ملي بیرغ ورځ په خوندورو مراسمو ولمانځل شوه

په ننګرهار کې د افغانستان د بیرغ ملي ورځ د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه. د ښار واټونه، لوې لارې د هېواد په بیرغونو پوښل شوې وې. جلال اباد ښاریان هم ددې ملي ورځې لمانځل مهم بولي او په خبره یې د دا ډول ورځو لمانځل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 زمری 1398
په ننګرهار کې د ملي بیرغ ورځ په خوندورو مراسمو ولمانځل شوه
په ننګرهار کې د ملي بیرغ ورځ لمانځنه

په ننګرهار کې د افغانستان د بیرغ ملي ورځ د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه.
د ښار واټونه، لوې لارې د هېواد په بیرغونو پوښل شوې وې.
جلال اباد ښاریان هم ددې ملي ورځې لمانځل مهم بولي او په خبره یې د دا ډول ورځو لمانځل به په خلکو کې د ملي یوالي احساس پیاوړی کړي.
دې ورځې ته د هیواد پر نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم په ملکي او دولتي کچه پوره چمتوالی نیول شوی.
د ښار هر لور ته د هېواد درې رنګه بیرغ تر سترګو کېږي، چا پر ځان، چا پر دوکان بیرغ راځړولی او ځینو یې خپلې موټرې په درې رنګه بیرغ ښکلې کړې دي.
خلک هم د دې ورځې لمانځل مهم بولي او ټینګار کوي چې د دې ورځې لمانځل به په خلکو کې ملې روحیه لاپسې نوره هم ژوندۍ کړي.
دې ورځې ته پر نارینه وو سربېره، مېرمنو او کوچنیو نجونو هم پوره چمتوالی نیولی و. د جلال اباد ښار څو اوسیدونکو له کلید سره په خبرو کې د ملي بیرغ د ورځې لمانځل مهم بولي او له نور خلکو غوښتنه کوي چې دا ورځ دې په شانداره مراسمو سره ولمانځي.
دا مراسم چې د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې نیول شوي وو، پکې ګڼ شمېر دولتي او ملکي خلکو ګډون کړی وو.
والي شامحمود میاخیل وویل، د ملي بیرغ ورځ لمانځل په هېواد کې د سوکالۍ پیغام دی.
د افغانستان د ملي بیرغ د رنګونو وړاندیز د لومړي ځل لپاره غازي امان خان په ۱۳۲۸ کال لویه جرګه کې وشو.
دا لومړی ځل دی چې د بیرغ ملي ورځ په مرکز او ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي، د خلکو باور دا دی چې د ملي ورځو لمانځل به په خلکو کې د ملي یوالي روحیه پیاوړې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA