ads

جمهور رییس غني د کندهار ملکي مرګ ژوبله وغندله

جمهور ریيس محمد اشرف غني په كندهار كې د ماين په چاودنه كې د لسګونو ملكي وګړو مرګ ژوبله وغندله. د دوشنبې په مازديګر په خاكرېز ولسوالۍ كې د ملكي وګړو يو لوى موټر د سړك غاړې پر ماين ور برابر شو، چې د چاودنې له كبله يې ۱۱ تنه ووژل شول او ۳۴ تنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 چنګاښ 1398
جمهور رییس غني د کندهار ملکي مرګ ژوبله وغندله
په کندهار کې د ماین له امله ټپیان شوي ماشومان

جمهور ریيس محمد اشرف غني په كندهار كې د ماين په چاودنه كې د لسګونو ملكي وګړو مرګ ژوبله وغندله.
د دوشنبې په مازديګر په خاكرېز ولسوالۍ كې د ملكي وګړو يو لوى موټر د سړك غاړې پر ماين ور برابر شو، چې د چاودنې له كبله يې ۱۱ تنه ووژل شول او ۳۴ تنه نور ژوبل شول.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور ریيس غني له قوله راغلي، د خلکو د تګ راتګ په لارو کې د ماينونو اېښودل او د ملکي وګړو او ټولګټو تاسيساتو هدف ګرځول، بشري جنايت ګڼل کېږي.
د كندهار امنيه قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، د پېښې قربانيان د هلمند اوسېدونكي وو.
ځايي چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي.
طالبانو په دې اړه تبصره نه ده كړې، خو ادعا كوي، چې د كندهار په خاكرېز ولسوالۍ كې يې د افغان ځواكونو پر يوه رېنجر د ماين چاودنه كړې او په كې ټول سپاره كسان يې وژلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA