په بلخ كې له امنيتي ځواكونو سره د نښتې په ترڅ كې د يوه قوماندان په ګډون پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا نښته تېره ورځ له غرمې وروسته د چمتال ولسوالۍ په باى تيمور سيمه كې د شاهين ۲۰۷ عملياتو په مهال رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په ياده نښته كې د طالب قوماندان انارګل مشهور په شعيب په ګډون دوه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په همدې حال كې ۲۰۹ شاهين قول اردو اعلان كړى، چې د شاهين ۲۰۷ عملياتو په ترڅ كې د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ سرخ ګنبد، شش خانه او هاشم اباد كلي د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه پاك شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ