د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په جوزجان او بلخ ولايتونو كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په مهال ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د جوزجان په قرقين ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د درېيو قوماندانانو په ګډون، چې هويت يې معلوم نه دى، ۲۰ طالبان وژل شوي دي.
هغه هلته د يوه امنيتي سرتېري وژل كېدل او د درېيو نورو ټپي كېدل هم تاييد كړل.
بل پلو د رضايي په خبره، تېره ورځ له غرمې وروسته د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ په اِيلَمان كلي كې د افغان ځواكونو په هوايي بريد كې ۱۰ طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو په بلخ كې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله رد كړې، خو په جوزجان كې د شوو نښتو او هوايي بريدونو په تړاو يې څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ