ads

د ننګرهار والي د ترهګرو د غلچكيو بريدونو پر مخنيوي ټينګار وكړ

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او ژر به يې د غلچکيو تروريستي بريدونو مخنيوى وشي. ده د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د پچيراګام پېښې ټپيانو د روغتيايي حالت د ليدنې په مهال وويل، ترهګرو تل په عامه ځايونو كې […]

نویسنده: hewadpal
22 چنګاښ 1398
د ننګرهار والي د ترهګرو د غلچكيو بريدونو پر مخنيوي ټينګار وكړ

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى او ژر به يې د غلچکيو تروريستي بريدونو مخنيوى وشي.
ده د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د پچيراګام پېښې ټپيانو د روغتيايي حالت د ليدنې په مهال وويل، ترهګرو تل په عامه ځايونو كې په بريدونو سره خپل جنايت ښودلى او هېڅ ډول افغاني او اسلامي ارزښتونو ته درناوى نه لري.
مياخېل زياته كړه، ولس او امنيتي ځواکونه ژمن دي، چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې امنيت لا ټينګ کړي او ترهګر، چې د خلکو په وړاندې وحشت خپروي، له منځه يوسي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پرون سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې د قومي مشر او ولسي پاڅون كوونكو د قوماندان ملك تور د وراره د واده په مراسمو كې ځانمرګي بريد د ملک تور او د هغه د دوو زامنو په ګډون نهه كسان ووژل او ۱۲ تنه نور يې ټپيان كړل.
د دغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA