ads

نامعلومو وسله والو په فاریاب ولایت کې یوه مېرمن وژلې

د فارياب امنيتي مسوولين وايي، نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په مركز ميمنه ښار كې يوه ښځه وژلې ده. د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، وسله والو كسانو د شنبې په ماښام دا ۶۵ كلنه ښځه د ميمنې ښار په دوهمه ناحيه كې په خپل كور كې ووژله. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 چنګاښ 1398
نامعلومو وسله والو په فاریاب ولایت کې یوه مېرمن وژلې
فاریاب

د فارياب امنيتي مسوولين وايي، نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په مركز ميمنه ښار كې يوه ښځه وژلې ده.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، وسله والو كسانو د شنبې په ماښام دا ۶۵ كلنه ښځه د ميمنې ښار په دوهمه ناحيه كې په خپل كور كې ووژله.
د ده په وينا، په پېښه كې يوه ځوانه ښځه ټپي شوې هم ده.
يورش زياته كړه، د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي او د پوليسو تر څار لاندې دي.
د يادولو ده، چې سږ كال په فارياب كې له ۳۰ زياتو ښځو ځانوژنه كړې او يا هم وژل شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA