په فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، طالبانو تېره شپه د فراه د مركز د دهك كلي پر امنيتي پوستې بريد وكړ، خو افغان ځواكونو يې بريد په شا وتمباوه.
د سرچينې په وينا، د دواړو خواوو ترمنځ په نښته كې د طالبانو دوه مهم غړي ووژل شول او څلور تنه نور سخت ټپيان شول.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، د نښتې په مهال څلور ملي پوليس هم وژل شوي او دوه تنه نور سرسري ژوبل دي.
خو وسله وال طالبان د يادې امنيتي پوستې د نيولو، د اوو پوليسو د وژلو، د يوه د ټپي كولو او يوه بل د نيولو ادعا كوي.