په ننګرهار کې د جمهوري ریاست ټاکنو په تقویتي نوملیکنه کې شاوخوا ۱۷ زره کسانو نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون چاواکی وايي د دغه ولایت په مرکز او د یو شمېر ولسوالیو د نوملیکنې په ۲۸ مرکزونو کې شاوخوا ۱۷ زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
د یاد کمېسیون رییس ذبیح الله وګړي نن دا څرګندونې د یو خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وکړې، هغه وویل چې د یاد ولایت د مرکزونو له ډلې یې ۶ په مرکز جلال اباد ښار او پاتې نور یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې دي.
نوموړي هغه اوازې هم رد کړې چې په شیرزادو ولسوالۍ کې د ټاکنو د تقویتي پروګرام نوملیکنه د امنیتي ستونزو له امله درول شوي وي.
هغه وویل، یادې ولسوالۍ ته یې له هوایي لارې انتقالات کړي او پروسه یې روانه ده.
د ټاکنو په تقویتي نوملیکنه کې هغه کسان ګډون کولای شي، چې نوي اتلس کلن شوي وي، د ټاکنو پخوانی کارت یې ورک کړی وي او یا تازه هېواد ته راستون شوی وي.