د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي امکان لري چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره ورځ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او دلته یې د افغان جمهور رییس په ګډون له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره وکتل.
د ارګ خبرپاڼه وایي ښاغلي غني له پامپیو سره د افغان سولې پر مسلې، د جمهوري ریاست پر ټاکنو، د افغان ځواکونو پر ظرفیت لوړولو او پر یو شمېر نورو مسلو خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې متحده ایالات به د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پوره مرسته وکړي.
پامپیو پخپلو خبرو کې پر پاکستان هم غږ وکړ چې د افغان سولې په ټینګښت کې خپلې رښتینې هڅې وکړې.
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې سبا پنجشنبه افغان جمهور رییس اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه دغه هېواد سفر وکړي.