د هند په ممبيي ښار كې نن سهار د افغانستان د كرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو.
د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا نندارتون به د دوو ورځو لپاره د نندارچيانو پرمخ پرانيستى وي.
سرچينه وايي، په دې نندارتون كې په ۵۷ غرفو كې د افغانستان تازه او وچې مېوې، زعفران، طبي بوټي او ځينې نور كرنيز محصولات نندارې ته ايښودل شوي دي.
اټكل كېږي، چې په دغه نندارتون كې به افغان سوداګر د شاوخوا ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه كړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان كرنيز محصولات په هند كې ښه بازار لري.