ads

په سمنګان كې سېلابونو خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

د سمنګان ولايتي چارواكي د دغه ولايت د مركز ايبك ښار په مربوطاتو كې د سېلابونو په ترڅ كې د دوو تنو د وژل كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
په سمنګان كې سېلابونو خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

د سمنګان ولايتي چارواكي د دغه ولايت د مركز ايبك ښار په مربوطاتو كې د سېلابونو په ترڅ كې د دوو تنو د وژل كېدو خبر وركوي.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي كليد ته وويل، د يكشنبې په مازديګر د ايبك ښار په كارته مامورين، كارته سبز او آينچه سيمو كې سېلابونه را ووتل، چې په سبب يې له ۲۰۰ زيات د استوګنې كورونه، لسګونه دوكانونه او د مېوو څو باغونه ويجاړ شول.
د سمنګان د والي وياند وايي، د يادو سېلابونو له كبله د ځاني او مالي زيانونو شمېرې د بدلون په حال كې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې سېلابونو لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله او خلك يې له مالي پلوه هم سخت زيانمن كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA