د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، بهرنيو ځواكونو د يكشنبې په ماښام د يادې ولسوالۍ په شش تپې كلي كې د طالبانو د مهمو كسانو پر يوې غونډې هوايي بريدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د نومول شوي مرستيال ولسوال محمد امين په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول او درې تنه نور ژوبل دي.
د فارياب امنيتي مسوولين وايي، محمد امين په اندخوى، دولت اباد، شيرين تګاب او پښتون كوټ ولسواليو كې د طالبانو ډېرى بريدونه رهبري كول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.