پاكستاني چارواكي په بلوچستان ايالت كې د څو ساعته پوځي عملياتو په مهال د نهو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
دا عمليات په مستونګ ولسوالۍ كې د ياد ايالت د مركز كوېټې ښار په ۴۷ كيلو مټرۍ كې ترسره شوي دي.
ځايي چارواكو په دغو عملياتو كې د څلورو پاكستاني سرتېرو ټپي كېدل هم تاييد كړي دي.
د پاكستان بلوچستان ايالت په روانه ميلادي مياشت كې د څو تروريستي بريدونو شاهد و.
په دې ايالت كې تازه پوځي عمليات وروسته له هغې ترسره شول، چې په روژې مباركې مياشت كې په پاكستان كې تروريستي پېښې ناڅاپه زياتې شوې.
د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د تېرې دوشنبې په ورځ د بريد له كبله، چې مسووليت يې داعش ډلې ومانه، پنځه پوليس ووژل شول.
هلته څو وسله والې او بېلتون غوښتونكې ډلې د اسلام اباد په ضد جنګېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ