ads

په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، مولوي هدايت الله مدني د روداتو ولسوالۍ د صدر کلي په حصارک جامع جومات كې له روژه ماتي وروسته د ماښام لمانځه په مهال ووژل شو.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398

ده زياته كړه، د پېښې په تړاو تر دې دمه څوك نه دي نيول شوي.
د مولوي هدايت الله مدني د وژنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې زياتې شوي، چې ډېرى قربانيان يې ديني عالمان دي او دې حالت ننګرهار مېشتي اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA