د كندوز په چهار درې ولسوالۍ كې د خپل ماين چاودنې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه اووه بجې او ۳۰ دقيقې غوښتل د امنيتي ځواكونو په نښه كولو لپاره يو ماين ځاى پر ځاى كړي، خو خپله دوى يې ښكار شول.
د ده په وينا، په پېښه كې پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه دا پېښه نه ده تاييد كړې.
بايد وويل شي، چې مخكې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يو شمېر طالبان د خپلو ماينونو ښكار شوي دي.