د غزني په اندړو ولسوالۍ كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د درېيو هوايي بريدونو او د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له كبله ۱۶ طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، بهرنيو ځواكونو د اندړو ولسوالۍ په سيدوال او جوى چهار سيمو کې دوه هوايي بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې څلور طالبان وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، د يادې ولسوالۍ په رازبېګ كلي كې بيا پر يوې مدرسې، چې طالبان په كې راغونډ شوي وو، د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې اتو طالبانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د نوري په وينا، بلخوا په اندړو ولسوالۍ كې د سرحدي او حقاني په نومونو د دوو طالب قوماندانانو د کسانو ترمنځ خپلمنځي نښته وشوه، چې په مهال يې څلور طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ